دخپریدو نیټه : 2015-05-08 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
په کندهار کې دريو پوليسو او شلو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښتل .
لودين
په کندهار کې امنتي چارواکو شلو وسله والو جنګياليو ته د مرګ ژوبلي د اړولو ادعا وکړل .
د کندهار امنيه قومانداني وايې ، چې تيره شپه د ځانمرګو بريدګرو په ګډون يوي لويي ډلې وسله والو طالبانو د ارغستان ولسوالۍ د نرغل په سيمه کې د ملي پوليسو پر يوه امنتي پوسته باندي وسله وال بريد وکړ ، چې د پوليسو تر مقاومت وروسته جګړه ونښتل او د جګړې پر مهال د وو ځانمرګو بريدګرو په ګډون ديارلس وسله وال ووژل سول او اووه تنه نور ټپيان سول .
د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په دې نښته کې د دريو پوليسو د ټپي کولو څخه هم خبر ورکوي .
وسله والو طالبانو د دولت د دې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .