دخپریدو نیټه : 2015-05-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
جان مکین: پنټاګون دې په افغانستان کې د۳۶ میلیون ډالرو د ضایع کېدو وضاحت ورکړي
احمد فیصل
د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر له پنټاګون څخه په افغانستان کې د ۳۶ میلیونه ډالرو د ضایع کېدو په اړه وضاحت غوښتی دی. سناتور جان مکین په یوه لیک کې د دفاع وزارت سرپرست ته ویلي چې په افغانستان کې د یوې پوځي اډې پر جوړېدو د ۳۶ میلیونه ډالرو د ضایع کېدو په اړه توضیح ورکړي. مکین ویلي د ده په ګډون د سنا ټولو غړو ته څرګنده نه ده چې پنټاګون ولې د داسې یوه پوځي مرکز پر جوړولو ۳۶ میلیونه ډالر لګولي چې نه امریکايي ځواکونو ترې ګټه پورته کړې او نه هم افغان حکومت.