مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-25   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په خپل منځي شخړه کې درې محلي پوليس ووژل سول .

benawa afghanistan
اداره .
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د محلي پوليسو تر منځ د خپل منخي شخړي له امله درې محلي پوليس ووژل سول او څلور نور وتښتيدل .
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د محلي پوليسو تر منځ د خپل منخي شخړي له امله درې محلي پوليس ووژل سول او څلور نور وتښتيدل . پيښه نن سهار وختي څلور بجې د دې ولسوالۍ د ( ګلو جان کلا ) په سيمه کې د يوې امنتي پوستې د محلي پوليسو تر منځ د شخړي وروسته د وسله والي جګړې له امله رامنځ ته سول . د کندهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د پيښي پخلی کوي او وايې چې په پيښه کې درې محلي پوليس وژل سوي او څلور هغه کسان چې خپل ملګري يې وژلي په تيښته بريالي سوي دي . د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر وايې ، چې د شخړي د رامنځ ته کيدو علت تر اوسه نه دی معلوم سوی ، خو پوليسو يې په اړه جدي پلټني پيل کړي دي . نوموړی په دې پيښه کې د وسله والو مخالفينو لاس در لودل ردوي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery