مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-02   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د کندهار ګمرک عوايد ( ۷۷ ) سلنه زيات سوي دي .

benawa afghanistan
لودين
د کندهار ګمرک هم يوه له هغو ادارو څخه ده ، چي خلک پکښي د پراخ فساد څخه شکايت کوي ، خو د کندهار والي وروستيو څرګندونو چي د فساد په وړاندي د جدي مبارزې په اړه يې زموږ د خبريال سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي خلک هيله من کړي دي چي په دولتي ادارو کي به د فساد کچه ټيټه او د خلکو کارونه به ژر او تر ډيره په قانوني ډول خلاصيږي .
د کندهار ګمرک مسوولين خبر ورکوي ، چې د تير کال په پرتله يې عوايد ( ۷۷ ) سلنه زيات سوي دي . د ګمرک رييس يې د زياتوالي لاملونه د مامورينو مسلکي کيدل او د عصري وسايلو برابرول بولي ، نوموړی په خپله اداره کې د شفافيت څخه خبر ورکوي . کندهار يو سرحدي ولايت دی او د دې ولايت لويو چارو ته په کتو سره سوداګريز کاروبار هم زيات ښکاري چي له امله يې د دولتي ادارو له لوري زيات عوايد هم ترې تر لاسه کيږي ، خو اداري او مالي فساد پر دې ادارو د خلکو بې باوري زياته کړې ده . د کندهار د ګمرک رييس سيدجمال هاشمي وايې ، چې د کندهار په ګمرک کي د عصري ماشينونو د نصب او د دې ګمرک د کارکوونکو د روزني له امله يې د فساد مخه نيولي ده او دا مهال د تير کال د لمړۍ ربعې په پرتله د روان مالي کال د لمړۍ ربعې عوايد ( ۷۷ ) سلنه زيات سوي دي . ښاغلی هاشمي زياتوي ، چي تير کال يې د کاروبار د کمزوري کيدلو له امله عوايد کم سوي وه خو سږ کال روان عوايد تر ورکړل سوي هدف هم زيات دي . هاشمي د خپلو ادارې کسانو روزنه لويه لاسته راوړنه بولي او وايې چې دا مهال يې نژدي ټول کارکوونکي مسلکي روزل سوي دي . د کندهار ګمرک هم يوه له هغو ادارو څخه ده ، چي خلک پکښي د پراخ فساد څخه شکايت کوي ، خو د کندهار والي وروستيو څرګندونو چي د فساد په وړاندي د جدي مبارزې په اړه يې زموږ د خبريال سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي خلک هيله من کړي دي چي په دولتي ادارو کي به د فساد کچه ټيټه او د خلکو کارونه به ژر او تر ډيره په قانوني ډول خلاصيږي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery