مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-04   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

والي عزيزي : د کندهار د تاريخي ځايونو د ورانۍ جدي پلټنه مو پيل کړې ده .

benawa afghanistan
لودين
يوه کال مخکي په کندهار کي ، د پنځه زره کلن تاريخي نارنج ماڼۍ ډيري برخي وراني او غصب سوې ، د احمدشاه بابا د عصرتاريخي مسجد له بيخه وکښل سو او د نادر افشار کلا يوه برخه هم ورانه او ځمکه يې غصب سوه
د کندهار والي خبر ورکوي ، چي د دې ولايت د تاريخي ابداتو ساتنه به په جدي توجه کوي ، نوموړی وايې د هغه معلوماتو او اسنادو د بررسۍ دپاره يې هم پلاوی ټاکلی دی ، چي د کندهار تاريخي ځايونه وران سوي او ځمکي يې غصب سوي دي . له مودو راهيسي په کندهار کي تاريخي ځايونه د ورانيدو او تالان سره مخ دي ، چي په دي وروستيو کي يې په پرله پسي ډول زور واخست او په لنډ وخت کي د کندهار مهم تاريخي ځايونه وران او ځمکي يې غصب سوې . يوه کال مخکي په کندهار کي ، د پنځه زره کلن تاريخي نارنج ماڼۍ ډيري برخي وراني او غصب سوې ، د احمدشاه بابا د عصرتاريخي مسجد له بيخه وکښل سو او د نادر افشار کلا يوه برخه هم ورانه او ځمکه يې غصب سوه ، د وخت مرکزي ادارې د کندهار اړوند مسوولين د غفلت په تور تبديل او موضوع يې د لويي څارنوالۍ سره هم شريکه کړل خو د ولايتي ادارې له لوري هيڅ راز توجه ونه سول . دا مهال د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي خبر ورکوي ، چې د يادي موضوع د څيړلو دپاره يې باصلاحيه پلټونکی پلاوی ټاکلی دی ، تر څو په دې اړه د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې د موضوع جرړه معلومه او واقيعتونه برسيره کړي . )) د تاريخي ابداتو ساتل د دولت وظيفه ده ، ما د همدي ستونزو د څيړني په خاطر يو هيت ټاکلی دی ، چي خپل کار د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کي شروع کړی دی ، څو اصلي ستونزه په ګوته کړي او بيا موږ د هيت د راپور په اساس اقدام کوو . )) نوموړی ټينګار کوي ، که چيري په دې برخه کي د اړوندو مسوولينو غفلت او خيانت ثابت سي د مرکزي ادارې په سره همږغي به قانوني کړنه وکړي او د دومره مهمي ادارې دپاره به بااحساسه کسان په دندو وګماري . (( تر بررسۍ وروسته موږ معلوموو ، که دي کسانو د کار وړتيا نه درلودل ، مرکزي ادارې ته وايو چې دلته د احساس کسان په دندو وګماري څو خپله وظيفه په ښه ډول تر سره کړي . )) موږ داسي اسناد په لاس کي لرو . چي په مرکزي اداره کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وخت وزير د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په همدي تور بل ولايت ته تبديل کړی او لويي څارنوالۍ ته يې د حقيقت موندلو وړانديز کړی دی ، خو تر اوسه رييس دنده نه ده خوشي کړي او نه هم څارنوالۍ د خپلو پلټنو په اړه رسنيو ته معلومات ورکړي دي . د کندهار د والي توريالي ويسا د دندي پر مهال د کندهار د خرقي مطهرې دروازه هم ايران ته ورکړل سوي وه او پر ځای يي نوي پنجره خرقې مطهرې ته راوړل سوي وه . د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ د امر د څرګندولو له مخي چي د وخت والي يې په بدل کي پنځوس زره امريکايي ډالره هم اخستي وه ، خو والي هغه وخت دا څرګندوني رد کړي وي . ايران ته د خرقي شريفي د دروازې د ورکولو په غبرګون کي هغه وخت ټولو افغانانو سخت قهرجن سول او بالاخره د رسنيو د جدي تعقيب له مخي دواړو لورو خپله معامله لغوه اعلان کړل .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery