مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-04   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په شرایطو پوره درې میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تلو بې برخې دي

احمد فیصل
د پوهنې وزیر اسداله حنیف بلخي وايي، د درې میلیونو په شاوخوا کې ماشومان چې نجونې هم په کې شاملې دي ښوونځیو ته د شامېلیدو په شرایطو پوره دي، خو زده کړو لاس رسی نه لري د پوهنې وزیر دا هم وویل، اوس مهال د هېواد پنځوس فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري او ځیني ودانۍ چې قراردادیانو ته ورکړل شوي او لانیمګړي دي، قراردادیان به یې حاضر او د قانون سره سم به وپوښتل شي.بلخي پرون د ده د سل ورځني کاري پلان د تشریح کولو پر مهال وویل هر کال د هېواد ښوونځیو ته شاوخوا یو میلیون نوي زده کوونکي جذبیږي، خو د ښوونکو اوسني تشکېل ته په کتو سره، دا ضرورت پیښیږي چې نوي ښوونکي وګمارل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery