مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نیویارک ټایمز: ځانګړو امریکایي ځواکونو هر شپه په خپلو عملیاتو کې له ۱۰ تر ۱۵ ملکي وګړي وژل

احمد فیصل
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له وژنو پرده پورته کړې. د سېل ټیم شپږ په نوم د ځانګړو امریکايي ځواکونو هغو عسکرو چې په افغانستان کې یې عملیات ترسره کړي منلې چې د دوی په عملیاتو کې ځینې وختونه ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ټیم ځینو غړو ویلي د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ چې د دوی د عملیاتو شدیده دوره وه، هره شپه یې له ۱۰ تر ۱۵ کسان په عملیاتو کې وژل شوي او ځینې شپې به دا کچه ان ۲۵ ته هم رسېده. د دوی د دغه ډول عملیاتو یو مثال په ۲۰۰۸ کال کې په هلمند کې و چې اصلي موخه یې د طالبانو یو قوماندان و، خو د کلي ملکي وګړي په کې ووژل شول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery