مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-08   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مايکل مک کينلي: امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده

احمد فیصل
د امريکا سفير وايي چې افغانستان له ډېرو ننګونو سره مخ دى، خو امريکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده، څو په دغه هېواد کې ثبات ټينګ شي. مايکل مک کينلي ویلي چې ټول امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي او د بهرنيو ځواکونو جګړه ييز ماموريت پاى ته رسېدلى، خو اوس له افغانستان سره د امريکا همکارۍ يوه نوي فصل ته داخلې شوې دي. هغه زياته کړه چې د جګړه ييز ماموريت له پاى ته رسېدو وروسته، امريکا اوسمهال د "پرېکنده ملاتړ " په چوکاټ کې ژمنه ده چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او تمویل په برخه کې کار وکړي، څو د افغانستان د امنيتي ځواکونو په اوږدمهاله پیاوړتیا کې خپل رول ادا کړى وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery