مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-09   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نتانیاهو: ایران د اتومي وسلو له جوړولو لاس نه اخلي

احمد فیصل
د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وايي عربي هېوادونه له ده سره په دې اړه په یوه نظر دي چې له ایران سره د شپږو ځواکمو هېوادونو کېدونکې هوکړه، دغه هېواد د اتومي وسلو له تولید څخه نه شي راګرځولی. نتانیاهو ویلي چې ده د اسرایلو له ګاونډیو هېوادنو سره خبرې کړې او په سیمه کې هېڅوک په دې باور نه دي چې له شپږو قدرتونو سره کېدونکې هوکړه دې د اتومي وسلو له جوړولو د ایران مخه ونیسي. ده دغه راز ګواښ کړی چې دا معامله به په سیمه کې د اتومي وسلو د جوړولو رقابت ته لمن ووهي او په دې ډول به ټول هېوادونو د اتومي کېدو پر لور سوق کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery