دخپریدو نیټه : 2015-06-09 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
تاجکستان: افغانستان باید له دغه هېواد سره په سرحدي سیمو کې امنیت ټینګ کړي
احمد فیصل
تاجکستان له افغانستانه غوښتي چې په سرحدي سیمو کې امنیت ټېنګ کړي. تاجکستان دا غوښتنه د اجرايي ریس عبدالله عبدالله په مشرۍ، پلازمېنې دوشنبې ته له ورغلي پلاوي سره په خبرو کې کړې ده. د پلاوي یو غړي مزمل شینواري ویلي تاجکستان اندېښنه لري چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې روانې نا امنۍ به دغه هېواد ته ور ورسېږي. شینواري ویلي چې دواړه خواوو دغه راز د انرژۍ د یوې سترې پروژې کاسا۱۰۰۰ په اړه هم خبرې وکړې. د شینواري په وینا هوکړه شوې چې د دې پروژې کار به په راتلونکو دوو میاشتو کې پيل شي.