مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-13   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د محکمې د تجارتي ديوان رييس د رشوت په تور لاس په لاس ونيول سو .

لودين
په کندهار کي د محکمې يو تن قاضي د رشوت اخستلو په تور نيول سوی او زندان ته ليږل سوی دی . دا تورن کس خيرالله همت نوميږي او د کندهار د استيناف محکمې د تجارتي دېوان رئيس دی . باوري سرچينه وايي چي نوموړي نن د يوه تن څخه ( دوه سوه زره پاکستانۍ کالداري ) رشوت اخستی وو چي د ستري محکمې د راغلي پلاوي له لوري ونيول سو او دا مهال په زندان کي دی . سرچينه وايي چې نوموړی د اطفالو په محکمه کي هم خدمتي کار کوي او نن سهار هغه وخت چي د يوې جزايي دوسيي په برخه کې د يوه تن څخه ( دوه سوه زره پاکستانۍ کالداري ) د رشوت په توګه واخستلې د مراقبت د کميټې له لوري لاس په لاس د پيسو سره ونيول سو . د کندهار د اسنتاف محکمې رييس شمس الرحمن ريس خېل په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي او وايي چي مطبوعاتو ته د دې موضوع په اړه معلومات ورکول د ستري محکمې صلاحيت دی . د محکمې باوري سرچينه وايې ، چې تورن کس خپله د ريس ( رييس خېل ) په لاسليک زندان ته واستول سو او دا مهال د تورو تمبو شا ته پروت دی . په کندهار کي د نوي والي په ټاکلو سره د فساد پر ضد مبارزې ته د خلکو هيلي زياتي سوي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery