مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

طالبانو په کندهار کې د پولیو واکسین پر کمپاین بندیز ولګوه

احمد فیصل
وسله والو مخالفينو په کندهار کې د ماشومانو د پوليو يا ګوزڼ پر واکسين بنديز لګولى او د عامې روغتيا رياست چارواکو ته يې خبردارى ورکړى، چې په دې ولايت کې د پوليو واکسيناسيون پلى نه کړي. مخالفينو په داسې حال کې په کندهار کې د پوليو پر واکسين بنديز لګولى، چې د هېواد د ځينو ولايتونو ترڅنګ د سوېلي زون په نورو ولايتونو کې، نن د غبرګولي په ٢٤مه د پوليو د واکسين درې ورځنى کمپاين پيل شو. د کندهار د عامې روغتيا رياست بېلابېلو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط، ويلي، وسله والو په دې ولايت کې د پوليو واکسين بند کړى دى. د سرچنې په حواله، د وسله والو له دې بنديز سره د کندهار شاوخوا ٥٠٠زره هغه ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې شوي، چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه کم دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery