مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-15   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د مورنۍ ژبي پر ارزښت او اړتيا يو ورځنی سمينار جوړ سو .

لودين
په کندهار کي د مورنۍ ژبي په اړه يو ورځنی سمينار تر سره او پر مهال يي د مورنۍ ژبي پر ارزښت او اړتيا باندي د هيواد لويو ليکوالانو مقالې ولوستلې . دا سمينار د کندهار پوهنتون اړوند د پاچاخان د علمي او څيړنيز مرکز له لوري جوړ سوي وو . د سمينار برخوالو د خپلو مقالو پر مهال مورنۍ ژبه د هر کس حق وباله او د ټولي نړۍ دولتونه يې مکلف وبلل چي وګړو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړي زمينه برابره کړي . د مقالو ليکوالان د پاچاخان د علمي او څيړنيز مرکز مشر اينجينرشيرشا رشاد ، ليکوال او څيړونکي استاد حبيب الله رفيع او يو شمير نور وه ، هغوی د مورنۍ ژبي پر ارزښت او اړتيا باندي تفصيلي مقالې ولوستلې . هغوی خپله ژبه د انسان حق وباله او زياته يې کړه چې په خپله ژبه پرمختګ ژر شونی دی او علمي سويه هم ژر په لوړيدلای سي . ليکوال او استاد ، حيات الله رفيقي وايي ، چي د نورو ژبو زده کول که څه هم لوی کمال دی خو د خپلي ژبي پياوړتيا ته توجه زياته اړينه ده . دا سمينار په کندهار کي د غازي نقيب الله اخند د ښيګڼي د بنسټ په مالي مرسته جوړ سوی وو چې په پای کي يې د بنسټ پرانستنه هم وسول ، د دې بنسټ مشر کليم الله نقيبي وايي چي بنسټ به يې په فرهنګي ، ښوونيزو ، ورزشي ، ټولنيزو اړيکو او ورته نورو برخو کي کارونه مخ ته يوسي څو د دې لاري هره برخه پياوړي او وده ورکړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery