مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-17   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د پاک ـ افغان د استخباراتي تړون پر ضد پراخه غونډه او لاريون وسول .

benawa afghanistan
لودين
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيدجان خاکريزوال ، د ولايتي شورا غړو ، په ولسي او مشرانو جرګو کي د کندهار د خلکو دوو تنو استازو او نورو برخوالو پاکستان د افغانستان دښمن وباله او د هيواد د ټولو ناخوالو پړه يې پر پاکستان ور واچول .
په کندهار کي د ولايتي شورا په مشري يوې پراخي غونډي ادعا وکړل چي ولس مشر د پاکستان سره استخباراتي تفاهم لاسليک کړی دی او د ژر لغوه کيدو غوښتنه يي وکړل . د غونډي برخوالو لاريون هم وکړ او د دې تفاهم ليک سره يي جدي غبرګون وښود ، خو ولس مشر غني تيره اونۍ کندهار ته د خپل سفر پر مهال د دې تفاهم ليک لاسليک کول هسي ادعا وبلل او زياته يي کړه چي تر اوسه نه دی لاسليک سوی . د غونډي برخوالو په يوه خوله وويل چي ولس مشر محمد اشرف غني د پاکستان سره استخباراتي تفاهم ليک لاس ليک کړی او اوس يې له ملته پټوي . د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيدجان خاکريزوال ، د ولايتي شورا غړو ، په ولسي او مشرانو جرګو کي د کندهار د خلکو دوو تنو استازو او نورو برخوالو پاکستان د افغانستان دښمن وباله او د هيواد د ټولو ناخوالو پړه يې پر پاکستان ور واچول . ويناوالو د دې هيواد سره استخباراتي تفاهم ليک د افغانستان په زيان او د ملي ګټو خلاف وباله . د غونډي برخوال د يوه لاريون په شکل د ښار واټونو ته ووتل او د ملي يووالي حکومت د دې پريکړي پر ضد يي شعارونه ورکول ، هغوی ګواښ وکړ چي که په دې اړه ژر د افغانستان خلکو ته معلومات ورنه کړي او تفاهم ليک لغوه نه سي د دوی مدني حرکتونه به دوام وکړي . خو تيره اونۍ افغان ولس مشر محمد اشرف غني په کندهار کي د دې تفاهم ليک د نه امضا کيدو خبر ورکړ او زياته يې کړه ، چي خبره په مشورو کي ده . د پاکستان سره د استخباراتي تفاهم ليک پر سر ناندري ورځ تر بلي زياتيږي او پخوانی ولس مشر حامد کرزی يي هم سخت مخالف دی ، خو ولس مشر وايي چي که تر سلا مشورو وروسته دا کار د افغانستان د ملي ګټو په ګټه وو نو کيدای سي چي امضا يي کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery