مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشرغني: ولسي جرګه دې تر ټاکنو پورې خپل کار ته دوام ورکړي

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د سترې محکمې په مشوره پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې اوسني غړي دې د جرګې تر راتلونکو ټاکنو پورې کار ته دوام ورکړي. ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د ولسي جرګې د راتلونکې دورې د انتخاباتو نېټه به په یوه میاشت کې اعلان کړي. د اوسنۍ ولسي جرګې د کار دوره د سرطان په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي. د ولسي جرګې ټاکنې د ټاکنیز نظام د اصلاح پر سر د اختلاف له کبله ځنډېدلي دي. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په انتخاباتي سیستم کې د اصلاحاتو لپاره یې ولسمشر ته خپله لیکلې طرحه وړاندې کړې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery