مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

وېکيلیکس: د اسامه بن لادن زوی له امریکا څخه د خپل پلار د مرګ تصدیق پاڼه غوښتې ده

احمد فیصل
پر انټرنيټ د پټو رازونو د افشا کوونکې وېبپاڼې ويکيليکس د يوه راپور له مخې د اسامه بن لادن زوی له امریکا د خپل پلار د مرګ تصديق پاڼه غوښتې. د ويکيليکس په وينا دغه ليک په ۲۰۱۱ کال کې په سعودي عربستان کې د امريکا سفارت ته استول شوی و. دغه ليک يو له هغو ۶۰۰۰۰ اسنادو دی چې اوس افشا شوي دي. د دې وېبپاڼې د راپور له مخې جنرال ګلين کيسر د اسامه بن لادن زوی عبدالله بن لادن ته په ۲۰۱۱ کې ليکلي وو چې دوی يې د پلار د مرګ تصديق پاڼه، نه شي وړاندې کولي. د امريکا سفارت د دې غوښتنې ځواب ۲۰۱۱ کال د سپټمبر مياشت کې د اسامه بن لادن تر مرګ څلور مياشتې وروسته لېږلی و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery