مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ملي شورا پر ودانۍ د ډله ییز برید له امله تر اوسه ۲۱ تنه ټپیان شوي

احمد فیصل
په داسې حال کې چې د ولسشمر دوهم مرستیال د ملي دفاع نوماند وزیر ولسي جرګې ته معرفي کاوه چاودنه وشوه. له هغې وروسته هم د پرله پسې نهو نورو چاودنو غږونه واورېدل شول د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې دی له بریده روغ وتلی. دغه راز ویل کیږي، چې د پارلمان ټول غړي او کارکوونکي هم د نښتې له سیمې ایستل شوي دي.د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي وایي چې د ملي شورا پر ودانۍ ډله ییز برید د ۶ بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد. نوموړي وویل چې نور چاته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو په کابل کې د روغتونونو مسولین وايي، چې دوی ته له سیمې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ ټپیان وروړل شوی دی.په سیمه کې د چاودنو له امله یو شمېر موټرو اور هم اخیستی دی .وسله والو طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery