مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-07   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د اوبو او انرژۍ وزارت د کندهار بريښنا خصوصي سکتور ته سپاري .

benawa afghanistan
لودين
کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د بريښنا په برخه کي د کندهار د خلکو ستونزي يو په يو بيان کړي او ټينګار يي وکړ چي د دې ستونزي د ژر حل دپاره دي هڅي ګړندۍ سي ،
د اوبو او بريښنا وزارت وايي چي د ملي سوداګرو او پاتګوالو په پانګه اچونه سره کيدای سي د کندهار د بريښتا ستونزه په اساسي ډول حل سي . په دې اړه نن په کندهار کي لويه غونډه جوړه سوي وه چي د بريښنا د وزير تر څنګ د کندهار چارواکو او د سويلي ولايتونو د ولايتي شوراګانو مشرانو ګډون پکښي کړی وو . کندهار والي له مرکزي ادارې وغوښتل چي کندهار ته د هغو ورکو پيسو ځواب ورکړل سي چي د کندهار د بريښنا دپاره اخستل سوي دي خو مصرف سوي نه دي . د کندهار دپاره د بريښنا ستونزه نه يوازي چي د کلونو راهيسي حل نه سوه ، بلکه نوره هم اوږده سوه او ورځ تر بلي يي ستونزي زياتيږي . په دې اړه د کندهاريانو ږغ تر اوسه چا نه دی اوريدلی خو د والي ډاکټر همايون عزيزي او د ولايتي شورا د غړي سيداحمد سيلاب هڅي د دې باعث سوي دي چي مرکزي اداره کندهار ته توجه وکړي . د اوبو او بريښنا د وزير علي احمد عثماني په مشري کندهار ته راغلی لوړ پوړی پلاوي ملي سوداګر هڅوي ، چي په خصوصي پانګونه سره بريښنا برابره او خلکو ته خدمات وړاندي کړي . د تجديديدونکي انرژۍ د اتحاديي مشر کابل خان تدبير او د بريښنا شرکت رييس ميرويس علمي د خپلو ويناوو پر مهال اتحاديه ژمنه وبلل او زياته يي کړه چي له دې لاري به د بريښنا ضرورتونه رفع کوي ، د دوی په وينا چي د کجکي د بند کار هم په اساسي ډول روان دی او دوی يي جدي تعقيبوي . کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د بريښنا په برخه کي د کندهار د خلکو ستونزي يو په يو بيان کړي او ټينګار يي وکړ چي د دې ستونزي د ژر حل دپاره دي هڅي ګړندۍ سي ، هغه وويل چي د دندي د پيل راهيسي کندهاريان بريښنا ځيني غواړي او که برابره نه سي کيدای سي د کندهار خلکو ته نوري اقتصادي ستونزي هم پيدا سي . نوموړي د مرکزي ادارې څخه د هغه ميليونونو ډالرو حساب وغوښت چي د کندهار د بريښنا دپاره ورکول سوي خو مصرف سوي نه دي . د اوبو او بريښنا وزير علي احمد عثماني د بريښنا د توليد په برخه کي د خصوصي پانګوالو څخه د بشپړ ملاتړ خبر ورکړ او زياته يي کړه چي هيڅ راز امکانات به ونه سپموي . د کندهار د ولايتي شورا مشر حاجي سيدجان خاکريزوال او ملي سوداګرو د دې پلان اقدام وستايي او پر عملي کيدو يي تينګار وکړ . په پام کي ده چي په لمړيو کي د لس ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د سولر سيسټم فعاله او کندهار ته د اړتيا سره سمه بريښنا ورکول سي . کندهار دا مهال ۱۵۰ ميګاواټه بريښنا ته اړتيا لري خو دا مهال يوازي پنځلس ميګاواټه لري ، د ناامنيو له امله د کلنو کلنو راهيسي د کجکي د بند کار هم د ځنډ سره مخ دی خو اوس پيل سوی دی چي رغوني ته هم ډير وخت ته اړتيا ده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery