مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-09   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني روسیې ته لاړ

احمد فیصل
ولسمشر محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د شانګهای سازمان د مشرانو په پنځلسمه او همدا راز د بریکس د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار د یو دوه ورځني رسمي سفر لپاره د فدراتیفې روسیې د اوفای ښار ته روان شو. له ولسمشر سره به په دې سفر کې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې او همدا راز د بریکس د مشرانو په غونډه کې پر ګډون او وینا سربېره په بېلابېلو برخوکې د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د اقتصادي مسئلو، په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د نویو ګواښونو د مهارکولو د څرنګوالي په اړه د دغو سازمانونو د غړو هېوادونو له ځینو مشرانو سره هم بحث او خبرې اترې وکړي. له جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر او د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار شاکر کارګر ملګرتیا کوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery