مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په خوست کې د تېر ماښام په ځانمرګي برید کې ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي

احمد فیصل
چارواکي وایي چې د خوست په ځانمرګي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي. دا برید تېر ماښام په شاوخوا شپږ نیمو بجو زاړه هوایي ډګر ته څېرمه د ملي امنیت پر یوې پوستې وشو.د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وايي په برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.خو یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي چې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۷ تنو ته رسیدلې دی.د سرچینې د معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې ۱۲ ماشومان او دری میرمنې هم شاملې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery