مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-13   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د زابل چارواکي د کندهار ـ کابل د لويي لاري د امنتي خونديتوب خبر ورکوي .

benawa afghanistan
لودين
پر دې لاره د اختر په شپو او ورځو کي تګ راتګ ډير وي او زرګونه کسان له دې لاري ګڼو ولايتونو ته تګ راتګ کوي . پر دې لاره په وارو ، وارو وسله والو طالبانو او وسله والو غلو خلک له موټرونو کښته کړي او تښتولي دي ، په دې اړه اوس هم خلک د ناامنيو انديښنه لري ، خو د زابل امنتي مسوولين د دې ولايت په اړونده سيمه کي د ډاډمن امنيت څخه خبر ورکوي .
د کابل ـ کندهار لويه لاره ، چي وړاندي د زابل په اړوند سيمو کي نا امنه وه دا مهال يي امنتي مسوولين د بشپړ خونديتوب خبر ورکوي . پر دې لاره د اختر په شپو او ورځو کي تګ راتګ ډير وي او زرګونه کسان له دې لاري ګڼو ولايتونو ته تګ راتګ کوي . پر دې لاره په وارو ، وارو وسله والو طالبانو او وسله والو غلو خلک له موټرونو کښته کړي او تښتولي دي ، په دې اړه اوس هم خلک د ناامنيو انديښنه لري ، خو د زابل امنتي مسوولين د دې ولايت په اړونده سيمه کي د ډاډمن امنيت څخه خبر ورکوي . د زابل ولايت امنيه قومندان مل پاسوال ميرويس نورزی وايي ، چې د يادي لويې لاري پر سر امنيتي ستونزي له ډېره وخته پرتي وي ، خو په دې وروستيو کي د امنتي پوستو په زياتوالي دا ستونزه حل سوې او مهمي نقطي يي تر امنتي پوښښ لاندي راوستي دي . نوموړی وايي چي په ډيرو کمو فاصلو سره يي امنتي پوستي جوړي کړي او هغه سيمي چي د وسله والو د خطر راپورونه ترې تر لاسه سوي دي تر جدي تعقيب او نظر لاندي دي . د پوليسو دغه مشر وايې چې د لاري د امنيت په موخه ورسره ټول امنيتي ارګانونه همږغي دي او ويې کولاى سوای چې د يوي بشپړي هماهنګۍ له مخي دا لاره خوندي کړي او دا مهال ټول مسافرين پري په ډاډه زړه تګ را تګ کولاى سي. امنيه قومندان ميرويس نورزی وايي ، چي د زابل ولايت د پوليسو تشکيل ډېر کم دى خو د ملي امنيت، ملي اردو او عامه نظم د پوره همکارۍ له مخي ډېر لږ پوليس د لاري د خونديتوب جوګه دي . هغه وايې چې وسله وال طالبان په دغه ولايت کې اوس د محاربوي جګړي توان نه لري او امنيتي سرتېري يې په وړاندي د خاوري او خلکو د ساتني په هدف ولاړ دي. د کندهار کابل لويه لاره وړاندي د زابل او غزني ولايتونو په اړوند سيمو کې زياته نا امنه وه او تل پري له موټرونو څخه مسافرين کښته کيدل خو د زابل د چارواکو د وروستي خبر له مخي اوس د دې ولايت اړوندي سيمي خوندي ښکاري .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery