دخپریدو نیټه : 2015-07-13 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
حاجي اغالالی دستګيري د ولس مشر سلاکار وټاکل سو .
لودين
د کندهار د ولايتي شورا غړی او قومي مشر حاجي آغا لالی دستګيري د شخړو او منازعاتو د حل په برخه کي د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني سلاکار وټاکل سو.
د ولسمشر دا فرمان چې د روان کال د چنګاښ د مياشتي پر يووشتمه لاسليک سوی و، نن يوولس بجې حاجي آغا لالي دستګيري ته په کابل کي ورکړل سو.
قومي مشر حاجي اغالالي دستګيري د دې خبر پخلی وکړ او له ولس مشره يي مننه وکړه چي پر ده يي باور وکړ .
په پام کي ده چي حاجي آغالالی دستګيري به تر اختر وروسته په رسمي ډول خپل کار پيل کړي
. د يادونې وړ ده چي ولسمشر غني تېره اوونۍ د پخواني ولسمشر حامد کرزي دوه ويشت تنه پخواني سلاکاران له دندو ليري کړل.