مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-13   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مدني ټولنه: د جلریز په پېښه کې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې

احمد فیصل
مدني ټولنه د جلريز ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د څېړلو په موخه ياد ولايت ته ګډ پلاوى لېږي. د ملي ثبات او افغان ملي غورځنګ مدني ټولنو او سمون سياسي خوځښت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جلرېز په پېښه کې د سيمه ييزو پوليسو ترڅنګ ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې بايد په کره توګه وڅېړل شي. په اعلاميه کې زياته شوې چې په ډله ييزو رسنيو کې يادې موضوع ته دسمت،قوم او ژبې له نظره کتل کيږي چې بايد دا کار ونه شي ځکه دلته د ټولو درد يو دى. په اعلاميه کې پر سياسيونو او ښکيلو خواوو غږ شوى چې د ملي بنسټونو په وېشلو،بدنامولو او خاصو ډلګيو پورې د هغوی له تړلو څخه په کلکه ډډه وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery