مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د لغمان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي له خپلو ۱۲ ملګرو سره وژل شوی

احمد فیصل
د ملي امنيت رياست وايي د لغمان ولايت لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى والي له ١٢ وسله والو سره وژل شوى دى. د ملي امنيت د عمومي رياست وياند عبدالحسيب صديقي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د لغمان ولايت لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى والي امين جان کوچى له ١٢ وسله والو سره د ننګرهار ولايت د اچين او غني خېلو ولسواليو ترمنځ په ماروچينې سيمه کې وژل شوى دى.هغه ويلي چې کوچى د ملي امنيت له لومړنيو اهدافو څخه و، ځکه چې په ختيځ کې يې پر امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو د څو بريدونو مسووليت پر غاړه و او هم د دې ځاى د خلکو د امنيت پر وړاندې لوى ګواښ ګڼل کېده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery