مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-15   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

وسله والو په زابل کي اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړول .

لودين
د زابل په نوبهار ولسوالۍ کي ناپيژاندو وسله والو د دې ولسوالۍ به بابو کلي کي پر ملکي وګړو ډزي کړي دي او اتو تنو ته يي مرګ ژوبله اړولې ده . پيښه تيره شپه درې بجي هغه مهال رامنځ ته سول کله چي د بابو د کلي اتو تنو اوسيدونکو د يوه دکان مخي ته بانډار کاوه او وسله والو بريد پرې وکړ ، د بريد پر مهال پنځه تنه وژل سوي او درې نور ټپيان سوي دي . د نوبهار ولسوال عبدالخالق ايوبي د پيښي د پخلي تر څنګ وايي چي د پيښي په ځای کي محلي پوليسو او وسله والو نښته هم کړې ده چي پر مهال يي دوه وسله وال او يوه محلي پوليس وژل سوي دي . د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery