مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-15   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په کندهار کي اختر ته تياری پيکه او د خلکو اقتصاد ټيټ دی .

لودين
د نورو کلنو په پرتله سږکال د کوچني اختر دپاره تياری پيکه دی او ګڼ شمير خلک د اقتصادي ستونزو له امله اختريز توکي نه رانيسي . د کندهار مشهور بازارونه ( شاه بازار ، ښکاپور بازار ، هرات بازار او کابل بازار ) هغه سيمي دي چي د اختر په شپو او ورځو کي هر ډول اړين توکي پکښي پيدا کيږي . سږکال د دې بازارونو دکانداران وايي چي سوداوي يي کمي دي او ډير کم خلک د رانيولو دپاره ورځي . دلته ميشت هټيوال وايي چي خوراکي توکي هم د پخوا په پرتله ګران سوي دي . د سږني اختر د تيارۍ د پيکه توب تر ټولو لامل د بيکارۍ د زياتوالي له امله د خلکو اقتصادي ستونزي دي چي د اختريزو توکو د رانيولو مالي توان نه لري . بلخوا په کندهار کي د اختر د شپو او ورځو د امنيت ساتلو دپاره کلک امنتي تدابير نيول سوي دي . کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي امنتي ځواکونو ته امر کړی دی ، چي په خپلو منځونو کي همږغي نوره هم ډيره او د هر ډول امنتي پيښو مخنيوی وکړي . کندهار والي وايي ، چي د اختر دپاره يي په نورو برخو کي هم تياری نيولی دی او هڅه کوي ، چي کندهاريان به په ښه ډول د اختر ورځي تيري کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery