مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-16   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

پوهيالی حضرت ولي هوتک د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست سرپرست وټاکل سو .

benawa afghanistan
لودين
حضرت ولي هوتک د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ادبياتو له څانګي فارغ او په همدې څانګه کي د تيرو درو کلنو راهيسي استاد دی .
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کندهار پوهنتون استاد پوهيالی حضرت ولي هوتک د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرست په توګه وټاکی او دواخان مينه پال يي له دندي ليري کړ . حضرت ولي هوتک د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ادبياتو له څانګي فارغ او په همدې څانګه کي د تيرو درو کلنو راهيسي استاد دی . سرچيني د دواخان مينه پال د دندي د ليري کيدو لامل په دنده کي د هغه بې کفايتي او مالي فساد بولي . باوري سرچيني وايي چي د کندهار د ولايت مقام له لوري د نوموړي مالي فساد بررسي سوی او په سلګونه زره افغانيو غلا تورن دی .د دواخان مينه پال ليري کيدل وروسته له هغه پيل سوه ، چي يو کال مخکي د کندهار تاريخي ځايونه په شعوري ډول وران او دلته يي د کندهاري مشرانو غوسه وپارول . پوهيالی حضرت ولي هوتک وايي ، چي د ده سرپرستۍ مکتوب يي تر لاسه کړی او له اختره وروسته به خپله دنده پيل کړي ، نوموړی وايي چي په مکتوب کي دواخان مينه پال مرکزي ادارې هلته په يوه بل بست کي د دندي د تر سره کولو دپاره خدمتي غوښتی دی . هغه د کندهار د والي ډاکټر همايون عزيزي او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني څخه مننه کوي چي پر ده يي باور کړی او ژمنه کوي چي د کندهار کلتور به غښتلی کوي ، تاريخي ځايونه به ساتي او دلته به فرهنګي او کلتوري چارو ته پرمختګ ورکوي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery