دخپریدو نیټه : 2015-07-17 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د پوليسو په ډزو کي څلورو لمونڅ کوونکو مرګ ژوبله واوښته .
لودين
په کندهار ښار کي د پوليسو او لمانځه کوونکو تر منځ په شخړه او ډزو کي يو کس وژل سوی دی او درې نور ټپيان دي پيښه نن سهار د اختر د لمانځه پر مهال د کندهار ښار د دريمي امنتي حوزې اړوند د بالاکرز په سيمه کي رامنځ ته سول .
عيني شاهدان وايي چي پوليسو په جامع جومات کي د اختر د لمانځه مخنيوی کوی او خلک يي هڅول چي د لمانځه دپاره لويي عيدګاه ته ولاړ سي ، چي بالاخره خبري په شخړه او بيا په اخ و ډب واوښتې .
په وينا يي چي پوليسو د جامع د ملاامام سره سره ناوړه چلند وکړ او مقتديانو يي په اړه غبرګون وښود .
عيني شاهدان زياتوي چي وروسته پوليسو ډزي وکړي او پر مهال يي يو تن لمونځ کوونکی ووژل سو او درې نور ټپيان سول .
يوه باوري سرچينه د پيښي پخلی کوي او وايي چي د لمانځه کوونکو توند غبرګون پوليس ډزو ته اړ کړل او پوليس هم د خلکو له لوري وهل سوي او ډبول سوي دي .
د کندهار ولايتي اداره په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي .
ولايت مقام د کندهار ښار خلکو ته امر کړی دی چي په مسجدونو کي له لمانځه کولو ډډه وکړي ، په وينا يي چي دا کار د خلکو د اتفاق او د اختر د لمانځه د مراسمو د نظم او کنټرول دپاره کوي .