مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په المار ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید له امله ۱۷ تنه وژل شوي

احمد فیصل
د فاریاب په المار ولسوالۍ کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۷ کسان وژلي او تر ۳۳ نور یې ټپیان کړي دي. د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر بریالی بشریار وايي، چې برید نن سهار شاوخوا ۱۱ نیمې بجې د المار ولسوالۍ په بازار کې وشو. نوموړی وايي، د برید اصلي موخه پولیس وو، خو ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښې ده. د هغه په وینا، برید کوونکی پلی روان و، چې د پولیسو له رارسېدو سره یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery