دخپریدو نیټه : 2015-07-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون نن رسمآ په خپل کار پیل وکړ
احمد فیصل
د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله نن سهار په داسې حال کې چې د دې کیمسیون رییس او غړي هم حاضر وو، هیله څرګنده کړه چی دغه کمېسیون به خپل کارونه لکه څنګه چې لازمه ده، په شفافیت او عادلانه ډول پرمخ یوسي. د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون تېره اونۍ د ولسمشر اشرف غني له خوا د یوه فرمان په ترڅ کې تاسیس شو.