مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اشیا فونډېشن له افغانستان سره د اقتصادي سکتور په برخه کې هم مرسته کوي

احمد فیصل
اشیا فونډېش اعلان کړی چې پر خپل اوسنیو فعالیتونو سربېره به له افغانستان سره د سیمه ییزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې مرسته وکړي. د دغه بنسټ مشر له ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي چې ایشا فونډېشن په اقتصادي، ټولنیزو، روزنیزو او له ښځو د ملاتړ پر برخو سربېره غواړي چې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره د سیمې په کچه د سوداګرۍ په برخه کې مرسته وکړي. په دې کتنه کې ولسمشر غني له ایشا فونډېشن څخه غوښتنه کړې چې د خپلو پروګرامو په چوکاټ کې د کرنې او صنعت په برخه کې د ختیځې اسیا د هېوادونو تجربې افغانستان ته را ولېږدوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery