مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-04   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پاکستان: په ډسمبر کې به د ټاپي عملي کار پیل شي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
ټاکل شوې چې د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د ټاپي پروژې عملي کار پیل شي. دغه راز ټاکل شوې چې د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې د دې پروژې د پلي کووونکي کنسرشیوم د جوړېدو چارې هم بشپړې شي. د ټاپي پروژې شریکو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان پاکستان او هند) په وروستیو کې د یادې پروژې پر ژر پلي کېدو ټینګار کړی دی. افغان ولسمشر اشرف غني د زمري میاشتې په ۶ مه د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د وزیرانو شورا د مرستیال په مشرۍ کابل ته له راغلي پلاوي سره په کتنه کې وویل، چې ډېر ژر به ترکمنستان ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي نللیکې د غځولو کار نهايي کړي. ولسمشر غني ویلي وو، چې په دې اړه یې د شانګهای او برېکس اقتصادي سازمان په غونډو کې د پاکستان، هند او ترکمنستان له استازو سره هم خبرې کړې دي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي، چې ټاکل شوې وه، د دغه هېواد ولسمشر افغانستان ته سفر کړی وای، خو افغان ولسمشر اشرف غني د تېرې پنجشنبې په ورځ د درملنې په موخه جرمني ته ولاړ او له همدې کبله د ترکمن ولسمشر سفر هم ځنډېد. شاوخوا یوه میاشت مخکې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ترکمنستان ته د سفر پرمهال د دې هېواد له ولسمشر سره په کتنه کې وویل، چې د روان کال په سپټمبر کې به د ټاپي پروژې د کنسرشیوم د جوړېدو کارونه نهايي شي. د پاکستان د لومړي وزیر او د ترکمنستان د ولسمشر ترمنځ په کتنه کې هم پر ټاکلي وخت د دې پروژې پر پیلېدو ټینګار وشو. د ټاپي د غړو هېوادونو ترمنځ د ټاپي لمېټېډ په نوم یو کنسرشیوم جوړېږي، چې دغه کنسرشیوم به د ټاپي پروژې ساختماني او عملي چارې پر مخ بیايي. تر اوسه د کنسرشیوم د مشرتابه لپاره کوم شرکت نه دی غوره شوی، خو ویل کېږي چې د (ټوټال) په نوم یو فرانسوی شرکت د ټاپي لمېټېډ مشرتابه ته کاندید دی. بلخوا ویل کېږي چې روسي شرکتونو هم په ټاپي کنسرشیوم کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې ده. ټاپي د سیمې په کچه د انرژۍ هغه ستره اقتصادي پروژه ده چې له مخې یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نللیکه غځول کېږي. د دې پروژې تړون د ١٣٨٩ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شو. ټاکل شوې دغه نلليکه د ترکمنستان له دولت اباد څخه پيل او د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومتره واټن وهلو وروسته د ٧٣٥ کيلومتره په اوږدوالي د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو له لارې تر پاکستان پورې وغځېږي. همدارنګه د پاکستان په خاوره کې د ٨٠٠ کيلومترو په اوږدوالي سره د کوېټې له لارې پنجاب ايالت او له هغه ځایه بیا د هندوستان هېواد په فاضليکا سيمه کې پاى ته رسېږي. له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه (ټاپي) څلور واړو شریکو هېوادونو هر یو ته جلا اقتصادي او ستراتېژیک ارزښت لري. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا تر ډېره رفع او ګازي انرژي به د بې کیفیته وارداتي نفتو ځای ونیسي. دغه راز ټاپي به په هېواد کې له اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، د ټرانزیټي فیس په توګه هر کال د میلیونونو ډالرو عوایدو په ترلاسه کولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د بې وزلۍ د کچې په راټیټولو کې مرسته وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery