مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-05   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ري یونین په ټاپو کې موندل شوې ټوټې د مالیزیایي الوتکې دي

احمد فیصل
د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق تاید کړې چې د هند سمندر د، ري یونین په ټاپو کې چې د فرانسې تر واک لاندې ده، موندل شوې ټوټې د مالیزیا د هوايي شرکت د تري تم شوې الوتکې دي. نوموړي وویل، د هوايي چلن چارواکو په فرانسه کې لاسته راغلې ټوټې او پاتې شونې پلټلي او په ډاډ یې تاید کړې چې همدا د ورکې شوې الوتکې برخې دي. دغه الوتکه چې ۲۳۹ سپرلۍ او کارکونکي په کې سپاره وو، د تېر کال مارچ میاشت کې تري تم شوې وه. د مالیزیا لومړي وزیر ښاغلي رزاق ویلي چې حکومت به یې د الوتکې د راغورځېدو د لاملونو مالومولو پخاطر خپلو پلټنو ته دوام ورکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery