مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه جوړه شوه

احمد فیصل
د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي په غونډه کې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت او د ترهګریزو بریدونو په ځانګړي ډول وروستيو بریدونو له قربانیانو سره د بېړنیو مرستو په اړه ارزونه وشوه. د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت او اړوندو ادارو ته سپارښتنه وشوه چې د بېړنیو پېښو پر مهال له روغتونونو سره پوره همکاري وکړي. دغه راز یوه کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د وروستیو بریدونو د ټپیانو د بېړنۍ درملنې لپاره زمینه برابره کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery