مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-15   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د هلمند ځینې ښوونځي ښایي د بودیجې د کمښت له امله وتړل شي

احمد فیصل
د هلمند د پوهنې رياست مسؤلينو د ولايتي شورا او مدني ټولنې له غړو سره په يوه مشورتي غونډه کې اندېښنه څرګنده کړې چې د بودجې د کمښت له امله ښايي د هلمند ځينې ښوونځي وتړل شي. د پوهنې رياست مسؤلين وايي، د مرکز له لوري ورته د تېر کال په پرتله سږ کال ۶۳ ميليونه افغانۍ کمه بودجه ورکړل شوې. د هلمند د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفر وويل، په تېر يو کال کې يې سل داسې ښوونځي چې مخکې په بېلابېلو علتونو تړل شوي و، پرانيستي دي. نوموړي د ۱۸ نويو ښوونځيو د جوړېدو خبره هم وکړه، خو د بوديجي او ښوونکو کمښت د ده په خبره هغه لويه ستونزه ده چې له امله يې د هلمند د پوهنې بهير ټکنی شوی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery