مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د افغان سوداګرو پرېکون به پاکستاني درمل جوړوونکو ته د کال ۴۰۰ میلیونه ډالره زیان ولري

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتو کلنی ارزښت ۳ میلیارده ډالره دی، چې یوازې ۴۰۰ میلیونه یې درمل دي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، له پاکستانه د درملو پر وارداتو بندیز کولای شي چې د دغه هېواد د درمل جوړونې فابریکو ته ستر اقتصادي زیان واړوي. دغه څرګندونې پرون د افغانستان د درملي خدماتو د ټولنې مشر او د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي مرستیال خانجان الکوزي په هغې غونډې وکړې، چې له پاکستاني توکو سره د پرېکوڼ په موخه په کابل کې جوړه شوې وه. د افغانستان د دوايي خدماتو ټولنې په دې غونډه کې رسماً اعلان وکړ چې د پاکستان له خوا د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو د ملاتړ له امله له پاکستاني درملو سره پرېکوڼ اعلانوي. د دې ټولنې مشر عبدالخالق وطندوست ځاځي وویل، په کابل کې د وروستیو بریدونو، د سولې پروسې د ځنډېدو او د پاکستان له خوا د وسلوالو د ملاتړ په غبرګون کې افغان سوداګرو پرېکړه کړې چې تر دې وروسته به پاکستاني درمل نه واردوي. ځاځي وویل:«دا ډول پېچلي او ویجاړوونکې بریدونه د وسلوالو مخالفینو له توان څخه پورته دي او له شک پرته چې په دې جنایت کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای.اس.ای) لاس دی او موږ هم غواړو چې د پاکستاني درملو په نه واردولو سره پر دغه هېواد یو ډول اقتصادي فشار راوړو تر څو په افغانستان کې له لاسوهنې ډډه وکړي.» د دوايي د خدماتو ټولنې مشر زیاته کړه چې دغه ټولنه هڅه کوي څو د هېواد د اړتیا وړ درمل د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو څخه وارد کړي. د هغه په وینا له پاکستان څخه افغانستان ته په کال کې د څلور سوو میلیونو ډالرو په ارزښت درمل وادرېږي او دغه پرېکوڼ به پاکستاني شرکتونو ته ټینګه اقتصادي ضربه ورکړي. عبدالخاق ځاځي وویل:«د دې پرېکوڼ له امله موږ باید په افغانستان کې د اړتیا وړ درملو د کمښت په برخه کې هېڅ ډول اندېښنه ونه لرو، ځکه چې زموږ تجارانو یې پر بدیل فکر کړی.» د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي د دې اقدام د ستایلو ترڅنګ وویل چې د سوداګرۍ خونه د دې پرېکون ملاتړ کوي. هغه وویل چې افغانستان هر کال له پاکستان څخه د ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي واردوي چې یوازې ۴۰۰ میلیونه یې درمل دي. دی وايي چې له پاکستاني درملو سره پرېکوڼ پاکستاني کارخانو ته لویه ضربه ده ځکه چې افغانستان د پاکستاني درملو یوازېنی مصرفوونکی هېواد دی. د هغه په خبره، د افغان سوداګرو دا اقدام به سبب شي چې پاکستاني سوداګر پر خپل حکومت فشار راوړي، څو په افغانستان کې لاسوهنه او جګړه بنده کړي. د الکوزي د معلوماتو له مخې، د افغانستان د اړتیا وړ درملو یوازې ۴۰ سلنه له پاکستان څخه واردېږي او د سوداګرۍ خونه د پاکستاني درملو د بدیل د پیدا کولو په هڅه کې ده. د سواګرۍ خونې مرستیال وايي چې د پاکستاني درملو پر ځای تر ټولو غوره انتخاب ایراني، روسي، هندي، چینايي او د منځني اسیا په هېوادونو کې جوړ شوي درمل دي چې باید هېواد ته وارد شي. نوموړي د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو څخه وغوښتل چې له نورو هېوادونو څخه د افغانستان د اړتیا وړ درملو د واردولو لپاره دې افغان سوداګرو ته د ویزې د اخیستو اسانتیاوې برابرې کړي. هغه همدا راز یادونه وکړه چې هر کال له پاکستان څخه افغانستان ته د دوو ملیاردو ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي قاچاق کېږي او سرحدي پولیس باید ددې قاچاق مخه ونیسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery