مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د امریکا سفارت: طالبان د کابل په تایمني واټ کې پر کومې لویې ودانۍ د حملې نیت لري

احمد فیصل
په افغانستان کې د امریکا سفارت وايي داسې استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړي چې پر اساس یې وسله وال طالبان د کابل په تایمني واټ کې پر کومې لویې ودانۍ د حملې نیت لري. د امریکا د سفارت په یوه خبرپاڼه کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی شوی چې د اګست د میاشتې له نیمايي څخه طالبان پر یوې ودانۍ، چې احتمالاً د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په تایمني کې به وي، د حملې پلان لري. په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې طالبان ممکن پر څو هدفونو د هممهالو بریدنو نیت ولري. دوی ممکن د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر، د موټرو د ترمیم ورکشاپونو، تېلو ټانکونو او د بګرام د سړک په ګډون په داسې ځایونو حملې وکړي چې بهرنیان ورځي یا یې په شاوخوا کې تګ راتګ کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery