مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په ترکیه کې د یوې چاودنې له امله ۸ ترکي سرتېري وژل شوي

احمد فیصل
د ترکيې په جنوب ختيځ کې چاودنې اته پوځيان وژلي. ويل کېږی چاودنه هغه مهال شوې کله چې يو پوځي موټر له سيمې تېرېده. تراوسه هېڅ کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې خو ويل کېږي کېدای شي بريد د پي کې کې، اورپکو کړی وي. پي کې کې دغه بريدونه له ترکیې سره د دوه کلن اوربند له ماتېدلو وروسته پیل شوی دي. دوه کاله وړاندې ترکیې او د کوردستان کارګر ګوند (پي کې کې) تر منځ دوه کلن اوربند اعلان شوی و چې څو اوونۍ وړاندې د ترکيې له خوا پر دوی له بمبارۍ وروسته مات شو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery