مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-30   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

چينايي سفير : د افغانستان سره مو مرستي د سيمي د ثبات او امنيت دپاره دي .

benawa afghanistan
کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ، د سوداګريزو خونو مرستيال حاجي محمد يونس مومند او دولتي ريسانو هغه ته د لوی کندهار بنسټيزي ستونزي او غوښتني بيان کړي . په غوښتنو کي د نورو څرګندونو تر څنګ په کندهار کي د بريښنا پر جوړيدو، د چين هيواد د قونسلګرۍ پر پرانستل کيدو او حکومتدارۍ د پياوړي کيدو دپاره د ظرفيت پر جوړوني ټينګار وسو .
چين وايي ، چي د افغانستان د ثبات دپاره خپلي هڅي ګړندۍ کوي او هڅه کوي چي په دې هيواد کې د ټيکاو او سولې دپاره حکومتداري پياوړي او اقتصادي پراختيا رامنځ ته کړي . دا څرګندوني په افغانستان کي د چين هيواد سفير کندهار ته په دوه ورځني سفر کې وکړي . کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ، د سوداګريزو خونو مرستيال حاجي محمد يونس مومند او دولتي ريسانو هغه ته د لوی کندهار بنسټيزي ستونزي او غوښتني بيان کړي . په غوښتنو کي د نورو څرګندونو تر څنګ په کندهار کي د بريښنا پر جوړيدو، د چين هيواد د قونسلګرۍ پر پرانستل کيدو او حکومتدارۍ د پياوړي کيدو دپاره د ظرفيت پر جوړوني ټينګار وسو . روغتيايي چارواکو د ) ميرويس روغتون ( چي څلويښت کاله مخکي د چين هيواد له لوري د جوړ سوي پر ترميم او نورو روغتيايي اسانتياوو پر برابريدو ټينګار وکړ . د چين هيواد سفير ( دينګ زيجن ) د خپلو خبرو پر مهال خبر ورکړ ، چي سفر يي دوه ورځنی دی او ټولي غوښتني به څرګندي او ياداښت کړي او زياته يي کړه ، چي چين خپل امنيت او ثبات په افغانستان کي ويني ، نو هڅه کوي چي د افغانستان د سولې ، امنيت او اقصادي پياوړتيا دپاره چاري ګړندۍ کړي . نوموړي په خپله تازه ژمنه کي د حکومتدارۍ د پياوړتيا دپاره د ( ۳۰۰۰ ) افغان مامورينو روزنه او تر ۲۰۲۰ کاله پوري هر کال د تحصيلي بورسونو له لاري د ( ۵۰۰ ) افغان ځوانانو روزل ياد کړل . د چين د سفير د راتګ دپاره په کندهار ښار کي کلک امنتي تدابير نيول سوي دي ، نوموړی به دوشنبه هم په کندهار کي وي او پر مهال به يي د بيلابيلو غونډو او کتنو پر مهال د لوی کندهار اړتياوي ځان ته معلومي کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery