مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امنیتي چارواکي وایي په تخار کې یې وسله وال طالبان کلا بند کړي

احمد فیصل
د تخار امنیتي چاروکي وايي، د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې له پرون راهیسې، سل کسه وسه وال طالبان د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند شوي دي.د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر وويل، د یادې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې له درې ورځو را پدېخوا د امنیتي ځواکونو له لوري عملیات دوام لري او په لړ کې یې دواړو غاړو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.ده زياته کړه، د دغو عملیاتو په ترڅ کې دوه طالبان وژل شوي او دوه پولیس هم ژوبل شوي دي.هغه وايي: له تېرو درېیو ورځو راهیسې په درقد ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو، ملي پولیسو او اردو له لوري عملیات پیل شوي، چې طالبانو ته مو ماتې ورکړې، په قم ګذر او بصیرخېلو سیمو کې سله کسه طالبان د امنیتي ځواکونو له لوري کلا بند شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery