مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-10   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

جنرال رازق وايې ، چۍ د هلمند روانه جګړه مافيايي کړۍ د قاچاق او قدرت دپاره کوي .

benawa afghanistan
اداره
قوماندان رازق چي تازه د هلمند له تودې جګړې را ستون سوی دی ، د يوې ځانګړي مرکي پر مهال داجګړه خطرناکه وبلل ، نوموړي وويل چي د جګړي بڼه تر ډيره مافيايي ده
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق خبر ورکوي ، چي په هلمند کي روانه جګړه د ماربل ډبري او د نشه ايي توکو د قاچاق او د قدرت د تر لاسه کولو دپاره ده . نوموړی چي د دې جګړي د ختمولو دپاره د فوځي عملياتو مشري په غاړه لري ، تازه دمه ترې کندهار ته را ستون سوی دی . هغه وايي ، چي له دې مافيايي جګړې څخه د دولت وسله وال مخالفين ډيره ګټه پورته کوي ، خو دوی يي په وړاندي جنګيږي د هلمند ځيني شمالي ولسوالۍ د تيرو څو مياشتو راهيسي د وسله والو جګړو شاهدي دي ، د دې جګړو د نظامي عملياتو برخه د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د غاړي ده . قوماندان رازق چي تازه د هلمند له تودې جګړې را ستون سوی دی ، د يوې ځانګړي مرکي پر مهال داجګړه خطرناکه وبلل ، نوموړي وويل چي د جګړي بڼه تر ډيره مافيايي ده ، د نوموړي په ټکو چي جګړه د نشه ايي توکو او ماربل ډبري د قاچاق دپاره روانه ده او تر ډيره هلته ميشتي مافيايي کړۍ هم هڅه کوي ، چي ځانونه په قدرت کي وساتي . جنرال عبدالرازق وايي ، چي دا ډلي وسله وال طالبان هم حمايه کوي او د دولت وسله وال مخالفين د همدې زميني څخه په ګټه اخستي د افغانانو پر ضد جنګيږي ، هغه وايي چي د بهرنيو کړيو لاسونه هم دې ځای ته رسيدلي دي ، خو دوی يي په وړاندي عمليات کوي او کوښښ کوي ، چي هلته حالت کابو او دولتي واکمني غښتلي وساتي . قوماندان رازق وايي ، چي په دې جګړه کي يي تر دې مهاله سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده او د نوزاد او موسی کلا ولسوالۍ چي څه موده مخکي يي سقوط وکړ بيرته د دولت ولکي ته لويدلي دي . دا مهال د ارزګان خاص ارزګان او چنارتو ولسوالۍ يو ځل بيا تر امنتي تهديدونو لاندي دي ، امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي ، چي په وړاندي يي سختو او جدي عملياتو ته تياری نيسي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery