مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-11   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشراشرف غني: د سولې لپاره ملي اجماع ته اړتیا ده

احمد فیصل
افغان ولسمشراشرف غني وايي، د سولې د ټينګښت لپاره يوې ملي اجماع ته اړتيا شته، ترڅو د سولې لپاره په اوسني ميکانېزم کې بنسټيزن اصلاحات او سمونې رامنځ ته کړي.نوموړي دغه څرګندونې، تېر ماښام د لوى کندهار د ولسي شورا له غړو سره په په کتنه کې کړې دي.د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې ولسمشر غني په دغه کتنه کې وروستيو بدلونونو ته د اشارې په ترڅ کې وويل، اوس د افغانستان ماحول بدل شوى، د نړۍ ډېرى هېوادونو د سولې په اړه زموږ برحقه دريځ تاييد کړى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery