مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-13   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

طالبانو تېره شپه د غزني پر زندان برید کړی

احمد فیصل
وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني پر زندان برید کړی او ګڼ زندانیان یې ازاد کړي دي. ویل کېږي برید د شپې دوې بجې د غزني پر مرکزي محبس باندې شوی دی. طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې ۴۰۰ زندانیان یې ازاد کړي دي. طالبانو ویلي برید د دوی ۹ ملګرو کړی چې دوه تنه یې وژل شوي او اووه نور یې له زندانیانو سره د دوی تر کنټرول لاندې سیمې ته تللي دي. د غزي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery