دخپریدو نیټه : 2015-09-17 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د تېلو ټانکر د چاودېدو له امله په جنوبي سوډان کې ۱۷۶ تنه وژل شوی
احمد فیصل
د جنوبي سوډان چارواکي وايي چې د تیلو ټانکر کې د چاودنې رامنځته کېدو له کبله ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.د اکوټوریا ایالت والي پاټریک راپيل زاموی ویلي چې د چاودنې له کبله نېږدې ۱۷۶ کسان وژل شوي دي او یو شمېر نور سخت ټپیان شوي دي.ځايي چارواکو ویلي چې د تیلو ټانکر له تیلو ډک او سوری و، خلکو ترې د خپلو اړتیاو سره سم تیل وړل چې یو کس د سیګرټ لګولو لپاره «لایټر» ولګولو او ورسره درنه چاودنه وشوه.