مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-18   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نیکولاس هېسم وايي د طالبانو تر منځ ناندۍ به په راتلونکو اونیو کې د سولې د خبرو د بیا پېل مخه ونه نیسي

احمد فیصل
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نیکولاس هایسم وايي، د ثبات پر لور د افغانستان په لاره کې باید خنډ رامنځ ته نه شي. هایسم وايي، د مشرتابه پر سر د طالبانو ترمنځ روانې ناندرۍ به په راتلونکو اونیو کې له افغان حکومت سره د دې ډلې د سولې د خبرو د بیا پیل مخه ونه نیسي. نیکولاس هایسم دا څرګندونې پرون خبریالانو ته کړي. د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو استازي نیکولاس هایسم همدارنګه وویل، د سیپټمبر په ۲۶ نیټه به په ملګرو ملتونو کې د نړۍ مشرانو د راټولیدو پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري له خپل چینايي سیال سره د افغانستان په اړه د یوې غونډې مشري وکړي، خو هغه د دې غونډې په اړه ډېر څه نه دي ویلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery