مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

طالبانو د ده یک ولسوالۍ رباط سنګي سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو کورونو ووځي

احمدفیصل
د غزني د ده یک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او د غزني مرستیال والي وايي چې طالبانو د رباط سنګي کلي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له کورونو ووځي. د رباط سنګي اوسېدونکي وايي چې طالبانو ورته ویلي که له خپل کلي ونه وتل نو بدو عواقبو ته دې تیار واوسي. د غزني د والي مرستیال علي احمد احمدي وايي چې طالبانو غزني ته د رباط سنګي کلي په لاره کې ماینومنه ایښي او خلکو ته یې سختې ستونزې زېږولي دي. احمدي وايي چې طالبانو مخکې هم د دغه کلي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و چې له خپلې سیمې د سیمه ییزو پولیسو پوسته وباسي خو کله چې خلکو د طالبانو غوښتنې ته ځواب ونه وایه ، طالبانو شبنامې ووېشلې او په هغو کې یې د رباط سنګي کلیوالو ته د وتلو خبرداری ورکړ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery