مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر اشرف غني: د محصلینو وړتیاوې په ځلونو د لوړو زدکړو له اوسني سیستم څخه لوړې دي

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني وايي د لوړو زدکړو اوسنی سیستم د افغان ځوانانو اړتیاوې نه شي پوره کولی. اشرف غني پرون په ارګ کې د کابل د پوهنتونونو د لیلیو له محصلینو سره په کتنه کې ویلي چې د محصلینو وړتیاوې په ځلونو د لوړو زدکړو له اوسني سیستم څخه لوړې دي. نوموړي یادونه کړې چې په تېر یوه کال کې د حکومت ډېر تمرکز پر امنیتي ځواکونو و له همدې کبله د لوړو زده کړو برخې ته پام ونشو؛ خو ژمنه یې کړې په راتلونکو میاشتو کې به یې د حکومت تمرکز پر لوړو زده کړو وي. ولسمشر محصلینو ته د وینا پر مهال ویلي چې هغوی د سبا نه بلکې د نن رهبران دي او باید په خپلو کې د ورورولۍ او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery