مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

داوود اغلو: کیدای شي د شنبې ورځې چاودنې داعش ډلې کړې وي

احمد فیصل
د ترکیې لومړی وزیر احمد داوود اوغلو وايي داعش هغه ډله ده چې په پلازمېنه انقره کې د شنبې ورځې د چاودنو تر ټولو ډېر شک ورباندې کېږي. تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو د ترکیې حکومت په دې باور دی، چې بریدګر دوه سړي وو، چې د ځانمرګو بریدونو کولو شک پرې کېږي. په رسمي توګه دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۷ کسه ښوول کېږي، خو په لاریون کې د یوې مهمې شاملې ډلې مسوولین دغه شمېر ۱۲۸ کسان ښيي. د ترکیې لومړي وزیر داوود اغلو د چاودنو هدف پر راتلونکو ټاکنو اغیز کول دي، چې د نوامبر میاشتې په لومړۍ نېټه به ترسره کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery