مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

چین: د امریکایي ځواکونو حضور باید په افغانستان کې د ثبات لامل شي

احمد فیصل
چین وايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور باید په دغه هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د ولسمشر بارک اوباما د پرېکړې په غبرګون کې ویلي امریکا باید د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي. نوموړي زیاته کړې چې له ۲۰۱۶ کال وروسته د امریکايي ځواکونو حضور باید په افغانستان کې له بیارغونې، سولې امنیت او ثبات سره مرسته وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery