مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-18   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مشرانو جرګه: (ISI ) د افغانانو له تذکرو څخه ناوړه استفاده کوي

احمد فیصل
د مشرانو جرګې يو شمېر غړي ادعا کوي، چې د پاکستان استخبارات د افغانانو له تذکرو او هويت کارتونو څخه ناوړه استفاده کوي. د مشرانوجرګې د کورني امنيت کمېسيون مشر نادر بلوڅ ویلي د پاکستان استخبارات (ISI ) د هغو تذکرو او هويت کارتونو څخه چې د ويزې اخيستلو او نورواسنادو ترلاسه کولو لپاره په کابل کې د ياد هېواد سفارت ته سپاري، ناسمه ګټه اخلي. هغه زياته کړه، چې پاکستاني استخباراتو د افغانانو د تابعيت تذکرو له نوم، ادرس، د کتاب ثبت او راجستر شمېرې څخه په ګټې اخيستلو سره د کلونو په اوږدو کې د افغان دولت سلګونه وسله وال مخالفين او تروريستان افغانستان ته دننه کړي او هغوى ورانکارې کړنې ترسره کړې دي.د فراه د خلکو دغه استازي زياته کړې يوازې عکس د پاکستاني وګړي دى؛ خو په تذکره کې نور ټول معلومات د يو افغان دي، امنيتي ځواکونه بايد په دې اړوند ځانګړي ګامونه واخلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery